دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 195426
له ۲۰۵ اتل قول اردو څخه ۱۸۰ تنه بريدملان او سربازان ترشپږ اوونيو پوځي زده کړو وروسته فارغ سول
د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کي دغو فارغ سوو سرتیرو ته د تېرو شپږو اونيو په جريان کي بيلابیل پوځي تاکتيکونه او مهارتونه ښودل سوي دي. له دوئ څخه ۷۹ تنه يې ټيم مشران او پاته ۱۰۰ تنه يې د ټولۍ عقاب سرتيري دي، چي ځانګړې پوځي زده کړې يې ترلاسه کړې ده.
په دې اړه  دهمدې قول اردو په مرکز کي ځانګړي پوځي مراسم جوړ سوې وه، چي پکښي د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان بريدجنرال بيګ مراد وفایي، يوشمېر افسرانو، بريدملانو او سرتيرو ګډون کړی وو.
فارغ سوو سرتيرو ته په دې موده کي بيلابيل پوځي مهارتونه او زده کړي ورکړل سوي دي.
د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کي دغو فارغ سوو سرتیرو ته د تېرو شپږو اونيو په جريان کي بيلابیل پوځي تاکتيکونه او مهارتونه ښودل سوي دي.
له دوئ څخه ۷۹ تنه يې ټيم مشران او پاته ۱۰۰ تنه يې د ټولۍ عقاب سرتيري دي، چي ځانګړې پوځي زده کړې يې ترلاسه کړې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان برید جنرال بيګ مراد وفايي په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي وویل، فارغ سوو سرتیرو دهاوان، مخابره، ميديک او انجنيرۍ په برخه کي ځانګړي زده کړي ترلاسه کړي دي.
نوموړي له فارغ سوو سرتيرو او ټيم مشرانو غوښتنه وکړه، چي په پياوړې روحيه د خپلي خاوري څخه دفاع وکړي او د خپلو خلکو لپاره دخدمت مصدر وګرځي.
خپله يوشمېر فارغ سوي سرتيري او ډلګۍ مشران خوښ دي، چي د خپلو استادانو څخه يې مسلکي پوځي زده کړي ترلاسه کړې.
دوئ د خپلو خبرو پرمهال وویل، چي له ترلاسه کړو پوځي تاکتيکونو او مهارتونو څخه به د جګړې په ډګر کي د وسلوالو پرضد عملياتو کي ګټه واخلي.
سرتيرو ژمنه وکړه، چي په پوره ايماندارې به خپلو دندو ته دوام ورکړي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي، چي دغه تازه فارغ سوي سرتیري به د کندهار په ګډون دجنوب په ځينو ولايتونو کي خپلو دندو ته واستول سي.
https://avapress.com/vdccipqse2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته