کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکندهار امنيې قومندانۍ پوليسو اته تنه وسله وال مخالفين نيولي دي

21 عقرب 1398 ساعت 12:33


د کندهار امنيه قومنداني د افغان خبری آژانس ته خبر ورکوي، چي ياد وسلوال طالبان يې دکندهار ښار ترڅنګ ځينو اطرافي سيمو کي د وسلوالو بريدونو په تور نيولي دي.
دامنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول جمال ناصر بارګزی وايي، په يادو کسانو کي دوه تنه ماين ښخونکي، څلور تنه چرکي بريدګر او دوه جنګي وسلوال شامل دي، چي ملي پوليسو په بيلابيلو سيمو کي دکشفي معلوماتو پر اساس نيولي دي .
هغه  ديادو وسلوالو طالبانو سره ديوميل توپنګچي دنيولوخبر هم ورکړ.
خپله نيول سوي وسلوال طالبان هم مني، چي ددولت په وړاندي يې په ځينو بريدونو او پيښو کي لاس درلود.
ديادوني وړده، چي دکندهار امنيې قومندانۍ تردې وړاندي هم دوسلوالو مخالفينو په وړاندي نظامي عمليات کړي او دهغوی شوم پلانونه يې شنډ کړي دي.


د مطلب کود: 195427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195427/دکندهار-امنيې-قومندانۍ-پوليسو-اته-تنه-وسله-وال-مخالفين-نيولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com