دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 195429
نور هیوادونه دې د عراق په داخلی چارو کې ګوتې نه وهی
دعراق ستر دینی مرجعیّت په سوله ایزو اعتراضونو کې د ګډون کونکو سزاکول دقانون اوشرعې خلاف بللی او وئیلی ئې دی،باید د سوله ایزو اعتراضونو او مظاهره چیانو په ضد د تاؤتریخوالی له اعمالولو ډډه وشی .
دعراق ستر دینی مرجع آیت ا... سید علی سیستانی دفتر  پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ددغه هیواد په داخلی چارو کې د بهرنیو هیوادونو له لاسوهنې سره په مخالفت کې په مناسب وخت کې  دحقیقی اصلاحاتو پر ترسره کیدا ټینګار کړی دی .
 په دغې اعلامیې کې  ټینګار شوی  عراق دې د سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو د حساب کتاب په ډګر نه بدلیږی .
 دعراق ستر دینی مرجعیّت همداراز په سوله ایزو اعتراضونو کې د ګډون کونکو سزاکول  دقانون اوشرعې خلاف بللی او وئیلی ئې دی،باید د سوله ایزو اعتراضونو او مظاهره چیانو په ضد د تاؤتریخوالی له اعمالولو ډډه وشی .
 همداراز د عراق د صدر بهیر مشر  مقتدا صدر  هم  ددغه هیواد له وروستیو بدلونونو څخه  د امریکا ناوړه استفادې په باب  په خبرداری ورکولو سره  وئیلی دی ، هیڅکله به اجازت ورنکړی ، واشنګټڼ   عراق په یوې  بلې سورئې بدل کړی .
 هغه  پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره  په عراق کې د امریکا له لاسوهنو سره په مخالفت کې  وئیلی دی ، دا امریکا وه چې  د صدام  له نسکوریدا  وروسته ئې  فسادګر لږکی  دعراق پر ملت مسلط کړ .
مقتدا صدر د امریکا حکومت ته په خطاب کې روښانه کړې ده د مونږ په داخلی چارو کې لاسوهنې کافی دی ، عراق ستر شخصیتونه لری چې  ورځینی ملاتړ کوی او  د تاسو او نورو  لاسوهنو ته هیڅ ضرورت نشته .
 داپه داسې حال  کې دی،چې د امریکا لوړپوړو چارواکو پرون  په لاسوهونکو دریځونو کې په عراق کې دسملاسی انتخاباتو ترسره کیدا او د انتخاباتی اصلاحاتو د تصویبیدا  غوښتنه کړې ده .
 
https://avapress.com/vdcf0tdy1w6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته