کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت معین د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مشرې سره وکتل

21 عقرب 1398 ساعت 20:14


د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین ښاغلي میرویس ناب نن له غرمې وروسته د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مشرې میرمن منېژه وافق سره وکتل.
په دغه لیدنه کې میرمن وافق او ورسره پلاوي د بهرنیو چارو وزارت معین ته د سوداګرۍ او صنایعو خونې د همکاریو پراخو برخو په اړه مالومات ورکړل او د خپلو فعالیتونو د پیاوړي کولو په موخه يي د ډيپلوماتیکي دستګاه سره د همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې.
د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې همداراز د بهرنیو چارو وزارت معین ته د هغو برخو په ګډون چې ښځینه متشبثینې په کې په کار بوختې دي، د خونې د فعالیتونو په اړه مالومات ورکړل.
ښاغلي ناب په ټولنه کې د فعاله ګډون په موخه د افغان ښځو د ځواکمنولو او رهبري کولو په برخه کې د خونې د رول ستاینه وکړه او یادونه يې وکړه چې د اقتصادي همکاریو معینیت چمتو دی چې د خونې سره د خپلو موخو په لاسته راوړلو کې همکاري وکړي.
دواړو خواوو په هغو برخو هم خبرې وکړې چې له مخې يي د بهرنیو چارو وزارت کولای شي د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې سره په کې همکاري وکړي.


د مطلب کود: 195433

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195433/د-بهرنیو-چارو-وزارت-معین-افغان-ښځو-سوداګرۍ-او-صنایعو-خونې-له-مشرې-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com