کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اروپايي تولنې؛ د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سولې او ټاکنو خبرې کړې دي

21 عقرب 1398 ساعت 20:14


د افغان خبری اژآانس د خبر له مخی، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تېره ورځ په یوه غونډه کې ویلي چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي او ددې هیله لري چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان شي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې فیدریکا موګیرني دې غونډې ته ویلي دوی هیله لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ او همدا راز د سولې بین الافغاني خبرې ژر تر ژره بېرته پيل شي.
نوموړې ویلي دوی د سولې له هغه تړون هم ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه رامنځ ته کېږي او په دغه هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو سبب ګرځي. موګیرني دغه راز زیاته کړې چې په بېلو برخو کې د افغان حکومت ملاتړ کوي او له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.


د مطلب کود: 195435

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195435/د-اروپايي-تولنې-بهرنیو-چارو-وزیرانو-پر-افغان-سولې-او-ټاکنو-خبرې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com