دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 195436
په یوه وسله وال برید کې پنځه پاکستاني افسران وژل شوي دي
د وسله والو په یوه برید کې د پاکستان پنځه استخباراتي او پوځي افسران وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو په پنجاب ایالت کې د پاکستاني استخباراتو د مامورینو پر موټر ډزې کړې دي.
په دې پېښه کې د پاکستاني پوځ دوه افسران او ددغه هېواد د استخباراتي ادارې دوه افسران وژل شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په خبره په دې برید کې ټول پنځه نظامیان وژل شوي.
سرچینه وايي چې دوی د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی.
https://avapress.com/vdcdsk0f9yt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته