کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په یوه وسله وال برید کې پنځه پاکستاني افسران وژل شوي دي

21 عقرب 1398 ساعت 10:57


د وسله والو په یوه برید کې د پاکستان پنځه استخباراتي او پوځي افسران وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو په پنجاب ایالت کې د پاکستاني استخباراتو د مامورینو پر موټر ډزې کړې دي.
په دې پېښه کې د پاکستاني پوځ دوه افسران او ددغه هېواد د استخباراتي ادارې دوه افسران وژل شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په خبره په دې برید کې ټول پنځه نظامیان وژل شوي.
سرچینه وايي چې دوی د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی.


د مطلب کود: 195436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195436/په-یوه-وسله-وال-برید-کې-پنځه-پاکستاني-افسران-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com