دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 195447
حکومت، انس حقانی او طالبانو دوه ارشد غړۍ آزادوی
محمد اشرف غنی، ولسمشر اعلان کړ چی انس حقانی، حافظ عبدالرشید عمری او حاجی ملی خان په مشروط توګه د بند څخه آزادوی.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: هغه وویل چی د طالبانو دا دری تنه ارشد غړۍ د افغانستان بین المللی متحدینو لکه امریکا سره په هماهنګی د امریکایی-افغانستان پوهنتون دوه تنه استادانو آزادولو په بدل کې او همدارنګه د طالبانو او دولت ترمنځ سولې خبرو اترو پروسی تسهیل لپاره د بګرام زندان څخه آزادوی.
ولسمشر غنی نن سه شنبه، په یو بیانیه کې وویل چی د هیواد بین المللی شریکانو سره داسی تګلاره طراحی کړی دی چی د طالبانو دا بندیانو آزادی، ددی ډلې جګړه د افغانستان حکومت په وړاندی تشدید نه کړی.
ښاغلی غنی دا تصمیم ډير سخت او په عینی حال کې ضروری وباله.
طالبانو ډله نږدی دری کاله مخکې تیموتی ویکس او کیون کینګ، د امریکایی-افغانستان پوهنتون دوه تنه استادان ددی پوهنتون نږدی سیمو څخه تښتولی وو.
 
https://avapress.com/vdcfjtdyew6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته