دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 195455
پکتیا کې د ملکي وګړو پر سراچه ډوله موټر هوايي برید شوی ـ چارواکي
د پکتيا د ولایتي شورا غړی الله میر بهرام زوی وایي، د یاد ولایت په اريوب ځاځي ولسوالۍ کې پر يوه ملکي سراچه موټر هوايي برید کې، د يوې کورنۍ لږ تر لږه اووه غړي وژل شوي دي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل، چې دغه هوايي، برید پرون ماښام شااوخوا شپږ بجې د اریوب ځاځي ولسوالۍ په علیسنګي سیمه کې پر یاد سراچه موټر شوی دی.
هغه زياته کړه، چې په وژل شويو کې درې ښځې، دوه ماشومان او دوه سړي شامل دي. ده د ماشومانو عمرونه ۵ کلن او ۶ کلن وښودل.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم هم امریکا غږ ته وويل، چې بريد د بهرنيو ځواکونو له خوا شوی او تلفات هم لري، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
د اريوب ځاځي ولسوالۍ يو قومي مشر او د پېښې عيني شاهد محمد انور صديقي هم امريکا غږ ته وويل، چې بريد د يوه ځايي ډاکټر عبدالمجيد پر موټر داسې مهال شوی، چې د طالبانو د يوه وژل شوي قوماندان الله نور (مشهور په شوټي) د جنازې په مراسمو کې له ګډون څخه وروسته خپل کور ته پر لارې و.
د انور صديقي په وينا، ډاکټر عبدالمجيد د طالبانو له ياد وژل شوي قوماندان الله نور سره کورنۍ خپلوي درلوده او د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځای يې د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت پرون ورځ ويلي وو، چې د طالبانو يو مهم قوماندان الله نور (مشهور په شوټي) ددغې ډلې له دريو نورو سرګروپانو سره يو ځای وړمه ورځ په يوه هوايي بريد کې وژل شوی و.
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcenn8znjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته