کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د امریکا سفیر د ۳ طالب زندانیانو له خوشې کېدو ملاتړ وکړ

21 عقرب 1398 ساعت 15:31

کابل کې د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د ولسمشر غني له دې اقدامه ملاتړ کوي او هیله لري چې دغه کار به دې دې لامل شي څو طالبان هم ګامونه پورته کړي.



ښاغلي بس ووویل: "د امریکا متحده ایالتونه د دریو طالبان بندیانو د خوشې کولو لپاره د ولسمشر غني دغه زړو تصمیم د یو انساني حرکت په توګه ترې ملاتړ کوي، دغه کار به د اوسنۍ جګړې د وضعیت پای سره مرسته وکړه. "
هغه زیاتوي، دا وروستی زړور اقدام دی چې ولسمشر او د افغانستان حکومت یې د افغانانو د سولې غوښتنې د ترلاسه کېدو په هدف ترسره کوي.
بس زیاتوي، هیله لري څو طالبان دغه اقدام"خپل انساني اقداماتو" په توګه د یو شمېر افغان ځواکونو او د غربي برمته شویو په خوشې کولو ځواب کړي.
له دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، پرېکړه یې کړې څو انس حقاني او د طالبانو د ډلې دوه نور مهم غړي په مشروط ډول له باګرام زندانه خوشې کړي.
ولسمشر نن د سې شنبې په ورځ د (عقرب ۲۱مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، دغه پرېکړه یې له نړیوالو شریکانو او په ځانګړې توګه له امریکا سره په مشوره د سولې او ثبات د مخامخ مذاکراتو لپاره د رسېدو په هدف کړې ده.
هغه زیاته کړه: "حاجي مالي خان د والي خان زوی، عبدالرشید د محمد زوی او انس د جلال الدین زوی چې په باګرام زندان کې بندیان دي، په مشروط ډول خوشې کوو."
افغان ولسمشر ټینګار وکړ، د حقاني شبکې د دریو مهمو غړو خوشې کېدل هغه څه چې ده ورته د دښمن خطاب وکړ د بریدو د زیاتوالي لامل نشي.
ولسمشر غني زیاته کړه، د امریکايي پوهنتون د دوو برمته شویو استادانو روغتیايي وضعیت نازک و او له طالبانو سره د غیر مستقیمو خبرو کې د دغو استادانو خوشې کېدل اساسي غوښتنه وه.
که څه هم ولسمشر غني په مستقیمه توګه اشاره ونه کړه، خو ویې ویل چې طالبان به د امریکايي پوهنتون دوه استادان هم خوشې کړي.
طالبانو دوه امریکايي استادان، ۶۰ کلن کيون کېنګ او ۴۸ کلن تيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله وتښتول.
 


د مطلب کود: 195470

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195470/په-کابل-کې-د-امریکا-سفیر-۳-طالب-زندانیانو-له-خوشې-کېدو-ملاتړ-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com