کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر کې پر بهرنیو ځواکونو موټر بم برید شوی

Afghan Voice Agency(AVA) , 21 عقرب 1398 ساعت 15:37

د لوګر پوليس وايي، د دغه ولايت په مرکز پل علم کې د بهرنيو ځواکونو پر موټریز کاروان د موټر بم په وسيله ځانمرګی بريد شوی دی.



د لوګر امنيه قوماندانۍ وياند څارمن شاهپور احمدزي نن سې شنبه د نومبر پر ۱۲مه«لړم۲۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه بريد نن له غرمې مخکې شااوخوا يوولس بجې د پادخاب شانه سيمه کې د ”شېنک‟ پوځي اډې ته نږدې د بهرنيو ځوکونو د موټرو پر کاروان شوی دی.
احمدزي د تلفاتو په اړه ناخبري وښوده، خو د پېښې ځينې عيني شاهدان وايي، د موټر بم دغه چاودنه چې د لوګر – ګردېز پر لويه لاره شوې، يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
په ورته وخت کې د لوګر د والي وياند ديدار لونګ هم امريکا غږ ته وويل، چې تر اوسه يې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.
بلخوا د لوګر د امنيه قوماندانۍ ویاند همدارنګه امریکا غږ ته وویل، چې دغه ولايت په مرکز پل علم کې د ملي اردو پر يوه امنيتي پوسته هوايي بريد کې د اردو څلور سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
هغه وویل، چې دغه بريد پرون ماخوستن شاوخوا ته بجې بهرنيو ځواکونو د پل علم اړوند په پادخاب شانه سيمې د خضر په بازار کې د ملي اردو پر پوسته کړی دی.
هغه وويل، چې بريد د اردو او طالبانو ترمنځ د جګړې پرمهال وروسته له هغه شوی چې افغان سرتېرو د مرستې لپاره د هوايي ځواک غوښتنه کړې وه.
په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو تر دا مهاله د دغه دواړو پېښو په اړه تبصره نه ده کړې.
او د ننني موټر بم برید مسؤلیت هم تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 195472

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195472/لوګر-کې-پر-بهرنیو-ځواکونو-موټر-بم-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com