دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 195481
په بغلان کې مرګونۍ ترافیکی پیښه
بغلان خوست ولسوالی کې د یو مرګونئ ترافیکی پیښی له امله ۱۷ تنه وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.

احمد جاوید بشارت، د بغلان پولیسو ویاند افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی فلان کوچ ډوله موټر غرمی نه مخکې ۱۱ بجو په شاوخوا نن بغلان خوست ولسوالی کوتل بلفی کې د موټر چلوونکې بی احتیاطی له امله د جاده څخه انحراف کړي چی په ترڅ کې ۱۷ تنه وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
د هغه په وینا ددی پیښی قربانیان څلور کوچنیان، پنځه ښځی او اته نارینه وو.
ددی پيښی ټول قربانیان ملکی وګړی او د څو کورنیو غړۍ وو، او تراوسه ددی پيښی لامل نه دی معلوم شوی او امنیتی ځواکونه د قربانیانو جسدونه هغوی کورنیو ته تسلیم کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcdjk0ffyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته