خوښ ديک ۰

په بغلان کې مرګونۍ ترافیکی پیښه

بغلان خوست ولسوالی کې د یو مرګونئ ترافیکی پیښی له امله ۱۷ تنه وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
په بغلان کې مرګونۍ ترافیکی پیښه

احمد جاوید بشارت، د بغلان پولیسو ویاند آوا ته وویل چی فلان کوچ ډوله موټر غرمی نه مخکې ۱۱ بجو په شاوخوا نن بغلان خوست ولسوالی کوتل بلفی کې د موټر چلوونکې بی احتیاطی له امله د جاده څخه انحراف کړي چی په ترڅ کې ۱۷ تنه وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
د هغه په وینا ددی پیښی قربانیان څلور کوچنیان، پنځه ښځی او اته نارینه وو.
ددی پيښی ټول قربانیان ملکی وګړی او د څو کورنیو غړۍ وو، او تراوسه ددی پيښی لامل نه دی معلوم شوی او امنیتی ځواکونه د قربانیانو جسدونه هغوی کورنیو ته تسلیم کړی دی.
 
سی شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود: 195481 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *