دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 195502
کابل کې موتر بم چاودنې ۷ تنه وژلي ۷ ټپیان دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار ۷ بجې او ۲۵ دقیقې کابل ښار کې موټر بم برید ۷ تنه ملکي وګړي وژلي او ۷ نور یې ټپیا کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۳مه «لړم۲۲مه» ویلي، چې یاد موټر بم برید د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند «قسیم سړک» سیمه کې رامنځته شوی دی.
نصرت رحیمي ویلي، چې کېدایشي د یادې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر تغېر شي.
تر دا مهاله کره معلومه نه ده، چې دغه برید پر چا شوی او مسؤلیت یې هم کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvmnzi23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته