کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسي جرګې مشر: طالب زندانیان د هیواد د قوانینو پر اساس خوشې شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 عقرب 1398 ساعت 14:18

د ولسي جرګې مشر، میر رحمان رحماني د طالب لوړپوړو چارواکو خوشې کیدل، د هیواد د قوانیو په اساس بللي


 
.
ښاغلي رحماني چې نن چهارشنبه یې د ولسي جرګې په غونډه کې خبرې کولې وویل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصاً د دې کار غوښتنه کړې وه.
دغه کسان د افغانستان امریکایي پوهنتون دوو تنو استادانو سره تبادله شوي دي.
رحمانی وویل دوی پرینښودل چې پاکستان د امریکایي استادانو خوشې کیدو کې مخکښ ووسي، ځکه چې په وینا یې ټرمپ له عمران خان نه هم د ورته کار غوښتنه کړې وه.
رحماني همداشان وویل دوی د بین الافغاني خبرو لپاره د پلاوي په جوړیدو کې شامل نه دي او د دولت له اړونده وزیر نه یې وغوښتل چې ولسي جرګې ته ورشي او په دې اړه توضیحات ورکړي.
ولسمشر غني پرون په رسمي ډول اعلان وکړ چې د انس حقاني په شمول دوه نور طالب مشران چې د افغانستان په زندانونو کې دي، د شرایطو پر اساس خوشې کیږي.
ښاغلي غني وویل انس حقاني او د حقاني شبکې دوه نور لوړپوړي چارواکي د افغانستان امریکایي پوهنتون د دوی استادانو د خوشې کیدو او افغان حکومت سره د مخامخ خبرو په شرط خوشې کیږي.
غني وویل دا کار سولې ته رسیدو لپاره یو ګام دی او د دې مانا نه لري چې په دې سره به د طالبان لیکي پياوړي شي یا د دوی بریدونه زیات شي.
هغه وویل همدا اوس یوولس زره طالب جنګیالي د افغان حکومت په زندانونو کې دي.
ولسمشر په دې هم ویاړ وکړ چې هیواد کې د قانون د پلي کولو ظرفیت زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د حقاني شبکې د بندي غړي انس حقاني باندې د اعدام حکم شوی و.
طالبانو د خپلو دغو مشرانو د خوشې کیدو هرکلی کړی دی.
د انس حقاني ترڅنګ مالي خان او حافظ عبدالرشید هغه کسان دي چې د امریکایي پوهنتون د استادانو په بدل کې خوشې شوي دي.
ولسمشر وویل دا پریکړه یې له بهرنیو شریکانو سره تر سلا مشورې وروسته کړې ده.
د دغو بندیانو د تبادلې هوکړه څه وړاندې د امریکايي او طالب چارواکو ترمنځ شوې وه.
د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم یو شمیر لوړپوړي طالب چارواکي د څو تنو هندي بندیانو په بدل کې د افغانستان له زندانونو خوشې شول.
د افغانستان حکومت له دې وړاندې د انس حقاني خوشې کیدل د خپل ځان لپاره سره کرښه بللې وه.
 


د مطلب کود: 195519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195519/د-ولسي-جرګې-مشر-طالب-زندانیان-هیواد-قوانینو-پر-اساس-خوشې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com