کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رایو بیاشمېرنه په ټول هیواد کې ودرول شو/ ټاکنو نتایجو اعلان د دوهم ځل لپاره وځنډید

22 عقرب 1398 ساعت 15:52

عزیز احمد ابراهیمی؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند رسنیو ته وویل: ټاکنو نوماندانو او سیاسی جریانونو شکایاتو ته رسیدګی په مقصد د رایو بیاشمېرلو په اړه دا پروسه په ټول افغانستان کې ودرول شو.



آوا خبرګزاری-کابل: د رایو بیاشمیر چی د څو ورځو راهیسی د ټاکنو درو دستو ناظرینو حضور نه بغیر په ټول هیواد کې شروع شوی وو، ودرید.
عزیز احمد ابراهیمی؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند رسنیو ته وویل: ټاکنو نوماندانو او سیاسی جریانونو شکایاتو ته رسیدګی په مقصد د رایو بیاشمېرلو په اړه دا پروسه په ټول افغانستان کې ودرول شو.
د رایو بیاشمېرنې پروسه په داسی حال کې درول شوي چی د رایو شمېرنې پروسی شروع څخه تر ننه پوری افغانستان پنځه لس ولایتونو کې د تاکنو ولایتی کمیسیون تړل شوی وو.
له بل لوری هم داکتر عبدالله عبدالل، رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار ټاکنیز دستی د رایو شمېرنې پروسه غیری قانونی بللی او ناظرینو ته په دی پروسه کې ګډون اجازه ورنه کړ.
په همدی حال کې قرار وو چی د ټاکنو نتایج د میزان په ۶ اعلان شی خو ځینو دلایلو له امله دا تاریخ عقرب ۲۳ ته بدلون وکړ خو ټاکنو کمیسیون یو کمیشنر رسنیو ته وایی چی ټاکنو نتایج د عقرب په ۲۳ نه اعلان کیږی.
اورنګ زیب د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر نن رسنیو ته وویل: د ریاست جمهوری ټاکنو لومړنۍ نتایجو اعلان چی قرار وو سبا عقرب په ۲۳ نیټه اعلان شی، د رایو بیاشمېرنی پروسی پرسر شته اختلافاتو له امله وځنډیده.
 


د مطلب کود: 195527

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195527/د-رایو-بیاشمېرنه-په-ټول-هیواد-کې-ودرول-شو-ټاکنو-نتایجو-اعلان-دوهم-ځل-لپاره-وځنډید

آوا
  https://www.avapress.com