دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 195527
د رایو بیاشمېرنه په ټول هیواد کې ودرول شو/ ټاکنو نتایجو اعلان د دوهم ځل لپاره وځنډید
عزیز احمد ابراهیمی؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند رسنیو ته وویل: ټاکنو نوماندانو او سیاسی جریانونو شکایاتو ته رسیدګی په مقصد د رایو بیاشمېرلو په اړه دا پروسه په ټول افغانستان کې ودرول شو.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: د رایو بیاشمیر چی د څو ورځو راهیسی د ټاکنو درو دستو ناظرینو حضور نه بغیر په ټول هیواد کې شروع شوی وو، ودرید.
عزیز احمد ابراهیمی؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند رسنیو ته وویل: ټاکنو نوماندانو او سیاسی جریانونو شکایاتو ته رسیدګی په مقصد د رایو بیاشمېرلو په اړه دا پروسه په ټول افغانستان کې ودرول شو.
د رایو بیاشمېرنې پروسه په داسی حال کې درول شوي چی د رایو شمېرنې پروسی شروع څخه تر ننه پوری افغانستان پنځه لس ولایتونو کې د تاکنو ولایتی کمیسیون تړل شوی وو.
له بل لوری هم داکتر عبدالله عبدالل، رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار ټاکنیز دستی د رایو شمېرنې پروسه غیری قانونی بللی او ناظرینو ته په دی پروسه کې ګډون اجازه ورنه کړ.
په همدی حال کې قرار وو چی د ټاکنو نتایج د میزان په ۶ اعلان شی خو ځینو دلایلو له امله دا تاریخ عقرب ۲۳ ته بدلون وکړ خو ټاکنو کمیسیون یو کمیشنر رسنیو ته وایی چی ټاکنو نتایج د عقرب په ۲۳ نه اعلان کیږی.
اورنګ زیب د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر نن رسنیو ته وویل: د ریاست جمهوری ټاکنو لومړنۍ نتایجو اعلان چی قرار وو سبا عقرب په ۲۳ نیټه اعلان شی، د رایو بیاشمېرنی پروسی پرسر شته اختلافاتو له امله وځنډیده.
 
https://avapress.com/vdcewn8zfjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته