دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 195529
د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه یو ځل بیا وځنډېدله
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان د نېټې د ځنډېډو خبر ورکړ.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۳مه«لړم پر۲۲مه» امریکا غږ ته وویل، چې د رایو د بیا شمېرلو د بهیر د بندېدو له امله امکان نه لري، چې لومړنۍ پایلې دې د «لړم پر۲۳مه» اعلان شي.
د ټاکنو کمېسیون د مخکني اعلان له‌مخې ټاکل شوې وه، چې لومړنۍ پایلې د «لړم پر۲۳مه» سبا پنجشنبه اعلان شوې وای.
تر دې مخکې د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه د میزان۲۷مه ټاکلې وه، چې د یو شمېر ستونزو له امله یې د لړم ۲۳مه ته وغځوله.
تر دا مهاله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره نوې نېټه نه ده اعلان کړې.
دا په داسې حال کې ده، یاد کمېسیون نن د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو بهیر د بندېدو خبر هم ورکړ.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند میرزا محمد حقپرست نن چهارشنبه د یاد خبر په تائید سره امریکا غږ ته وویل، چې تر امر ثاني دغه بهیر بند شوی دی.
که څه هم تر دا مهاله د څه باندې ۸زر محلونو رایو د بیا شمېرلو د بهیر د بندېدو اصلي لامل نه دی معلوم، خو تر دې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو درې کاندیدانو عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل له دغه بهیر سره مخالفت ښودلی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر نن چهارشنبې د «لړم تر ۲۲مه» د ۹۹۴ محلونو رایې شمېرل شوي وې.
د ټاکنو کمېسیون دغه ویاند همدارنګه وویل، چې په ۱۰ ولایتونو کې د یو شمېر کاندیدانو د معترضو پلویانو لخوا د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر نه دی تر سره شوی.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې «تلې پر شپږمه» نېټه تر سره شوې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxn9qyak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته