دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 195543
ننګرهار کې ۱۰داعشیان له خپلو کورنیو سره افغان پوځ ته تسلیم شوي ـ دفاع وزارت
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ننګرهار کې د داعش وسله والې ډلې لس تنه غړي د خپلو کورنیو له څه باندې سلو تنو غړو سره افغان سرتېرو ته تسلیم شول.

دفاع وزارت وايي، چې په تسلیم شوو کسانو کې، لس نارینه، ۴۶ ښځې او ۶۵ ماشومان شامل دي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر۱۳مه «لړم۲۲مه» امریکا غږ ته وویل، چې یاد کسان تېره شپه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې افغان سر تېرو ته تسلیم شوله.
هغه وویل:" له تېرو ۴۵ ورځو راپدېخوا، افغان سرتېرو په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات پراخ کړي دي، د داعش وسله والې ډلې پر ضد نظامي فشارونه زیات شوي دي، چې نن ورځ دوی د «داعش غړو» بېله تسلمېدو بله لار نه لرله."
ښاغلي امان زیاته کړه، چې له تېرو دوو اونیو راپدېخوا په ننګرهار د داعش ډلې سلګونه غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي افغان سرتېرو ته تسلیم شوي دي.
هغه وویل، چې افغان سرتېرو د یادو عملیاتو پر مهال تېره شپه د داعش ډلې له زندان څخه څلور ملکي وګړي هم ازاد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت تېره ورځ هم په اچین ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د داعش ډلې د ۴۵ غړو د تسلمېدو خبر ورکړ.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال وویل، چې داعش ډله په ننګرهار کې له «ورکېدو» سر مخ ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د لړم میاشتې پر ۱۹مه ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال هم ویلي و، داعش ډله په دغه ولایت کې په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د روانې لړم میاشتې پر ۲مه هم په ننګرهار کې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون د داعش ډلې ۱۸ غړي له مېرمنو او ماشومانو سره یو ځای حکومت ته تسلیم شول.
 
https://avapress.com/vdcc0pqs12bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته