دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۰۵
د مطلب کود : 195556
د ټرمپ د استیضاح د تحقیقاتو علني غونډې نن پیلیږي
د امریکا د استازو مجلس دیموکراتان د چهار شنبې په ورځ د ( نوامبر ۱۳ مه ) په علني ډول د حکومت له اوسنیو او پخوانیو چارواکو څخه د پوښتنو ګرویږنو لړۍ پیلوي.

په اوکراین د امریکا د سفارت شاژدافیر ویلیم ټیلر او د اوکراین د چارو څارونکی جورج کنټ نن په علني ډول شهادت ورکوي.
د ولسمشر ټرمپ د کړنو په اړه په علني ډول د شهادت ورکولو د غونډو پیل یو نوی پړاو ګڼل کیږي.
دوی به د جوبایډن په اړه د تحقیقاتو د کیدو په هدف د ولسمشر ټرمپ د احتمالي غوښتنې په اړه مفصل معلومات ورکړي.
د استازو مجلس د استخباراتو د کمیټې مشر ادم شیف چې تحقیقات پر مخ وړي وايي دیموکراتان هیله من دي امریکایانو ته د ولسمشر د استیضاح علتونه په روښانه بیان کړي.
خو ټیلر او کینټ دواړو تر دې مخکې په غیر علني غونډه کې ویلي چې ټرمپ له کیف سره ۳۹۱ میلیون ډالره مرسته مشروطه کړې وه.
په اوکراین کې جګپوړي امریکايي دیپلومات ویلیم ټیلر له دې وړاندې په یوې غیر علني غونډه کې قانون جوړونکو ته ویلي، دا روښانه وه چې له اوکراین سره د امریکا امنیتي مرستې د ټرمپ د سیاسي رقیب او د هغه د کورنۍ په اړه په تحقیقاتو کې په همکارۍ پورې تړلې وې.
روانه اوونۍ د خارجه وزارت چارواکي جورج کنټ او په اوکراین کې پخوانۍ سفیرې ماري ایوانوچ ویلي چې د ولسمشر شخصي مدافع وکیل رودي جولیاني د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ تګلاره له پامه غورځولې او د کانګرس منظور شوې مرسته یې د ولسمشر د شخصي سیاسي غوښتنو له منلو سره تړلې وه.
جمهوري غوښتونکي بیا عزل کیدو د تحقیقاتو پرمهال د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زلینکسي سره د جمهور رئیس ټرمپ د ټلفوني اړیکي دفاع کوي.
د استازو د مجلس جمهوري غوښتونکي غړي جیم جوردان وویل:" زه په دی غوښتنې باوري یم. په ولسمشر زلینکسي او ولسمشر ټرمپ هم باور لرم. زه په دې حقیقت هم باور لرم چې اوکراینیان حتی په دې هم نه پوهیدل چې مرسته ځنډیدلې او د بیرته اخستلو لپاره يي هم څه ندي کړي. دا بنیادي حقایق دي."
ټرمپ د مجلس د عزل کیدو تحقیقات یوه غیر عادلانه پروسه ګڼي او وايي دده په شان هیڅ شفاف ولسمشر ندی تیر شوی او دا ټول تحقیقات یوه دسیسه ده.
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcgnn9q3ak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته