کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرکټ: افغانستان او ویسټ انډیز نن ۲۰ اووریزه لوبه کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 عقرب 1398 ساعت 12:22

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن د نومبر په ۱۴مه، له ویسټ انډیز سره د درېیو شل اوره سیالیو لړۍ پیل کړي.


دا سیالۍ د هند په لکهنوو ښار کې کېږي.
افغانستان او ویسټ انډیز تردې وړاندې درې یو ورځنۍ (پنځوس اووره) سیالۍ درلودې چې د نومبر په ۶مه پيل شوې، خو افغانستان درې واړه لوبې وبایللې.
د افغانستان د لوبډلې د غوراوي پلاوي مشر انډي مولز د اکټوبر په ۲۶مه اسوشېټډ پرس ته ویلي و چې د نړیوال جام په سیالیو کې تر سختې ماتې وروسته، په هند کې دا سیالۍ افغانستان ته ډېرې مهمې دي.
د شل اوره مسابقو دوهمه لوبه به د نومبر په ۱۶مه او درېیمه به یې د نومبر په ۱۷مه وي.
ورپسې دواړه لوبډلې یوه ټېسټ لوبه هم لري.
انډي مولز ویلي و چې د ټسټ مېچ لوبغاړي او نېټه به د شل اوره سیالیو په پای کې اعلان کړي.
 


د مطلب کود: 195593

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195593/کرکټ-افغانستان-او-ویسټ-انډیز-نن-۲۰-اووریزه-لوبه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com