دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 195597
ملګرو ملتونو اړمنو افغانانو ته د ژمنیو مرستو د انتقال بهیر پیل کړ
د ملګرو ملتونو د مرستې رسونې مسولین وايي، چې د ژمي په رارسېدو سره یې په ولایتونو کې اړمنو افغانانو ته د خوراکي توکو او نقدو پیسو د مرستو انتقالول پیل کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) یو چارواکي زلاتان ملیسیک ویلي، چې دا مرستې به سلګونه زره اړمنو افغانانو سره وشي.
هغه په یو ټویټ کې لیکلي: "د خوړو نړیوال پروګرام د ۱۲زره او ۵۰۰ ټُنه خوراکي موادو او ۲۴۰ میلیونه افغانیو انتقال پیل کړی دی".
د ښاغلي ملیسیک پر وینا، دغه خوراکي مواد او نقدې پیسې به د ژمي د سخت موسم په تېرولو کې له څه باندې ۷۲۰زره اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د روان کال له پیل څخه تر اوسه د جګړې له املهدبې‌ځایه شويو او دغه راز د بېرته راستنېدونکو افغانانو شمېر ۱.۱ میلیونو ته رسیږي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې په دغو افغانانو کې څه باندې ۶۰۰ زره یې د جګړو او طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه شوي دي، چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcb9sb8zrhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته