خوښ ديک ۰

سرچینې : خوشې شوي طالب بندیان لا طالبانو سره نه دي یو ځای شوي

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې هغه درې طالب بندیان چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ له زندان څخه د هغوی د خوشې کیدلو اعلان وکړ لا تراوسه هم طالبانو سره نه دي یو ځای شوي.
سرچینې : خوشې شوي طالب بندیان لا طالبانو سره نه دي یو ځای شوي
په قطر کې طالبانو ته یوې نږدې سرچینې د پنجشنبې په ورځ ( لړم ۲۳مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا بندیان لا هم قطرکې د طالبانو سیاسي دفتر ته نه دي رسیدلي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ ( لړم ۲۱ مه) ملت ته په وینا کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د کشر ورور انس حقاني، د هغه د ماما حاجي مالي خان او د یو طالب بندي حافظ رشید عمري د خوشې کیدو اعلان وکړ.
جمهور رئیس غني دا ونه ویل، چې دا بندیان به څه وخت خوشې شي.
خو طالبانو ته نږدې سرچینو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غړي په تیرو دوو ورځو کې دغه هیواد ته د خوشې شوو بندیانو د رسیدلو په تمه وو.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې دا درې بندیان له بګرام زندان څخه بل ځای ته لیږدول شوي دي.
د دغو سرچینو پر وینا طالبانو هم تراوسه د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان یو امریکايي کیفین کینګ او بل استرالیايي تیموتي ویکس نه دي خوشې کړي.
طالبانو دا دوه استادان په ۲۰۱۶ میللادي کال د اګسټ په اتمه په کابل کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون سره نږدې سیمې څخه نامعلوم ځای ته تښتولي وو.
طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د انس حقاني او د هغه د دوو ملګرو د خوشې کیدو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د اعلان په غبرګون کې امریکا غږ ته ویلي، چې کله هم خوشې شوي بندیان دوی ته ورسیږي نو په هکله به یې خپل دریځ څرګند کړي.
د افغان حکومت یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ اشنا راډیوسره په خبرو کې په دې مسله له هر ډول څرګندونو ډډه وکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
پنجشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود: 195598 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *