دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 195605
صهیونیستی رژيم او اسلامی جهاد ترمنځ اوربند د مقاومت شرطونو په اساس
رسنیزه سرچینی غزه باندی صهیونیستی رژیم تیری درولو او اوربند څخه د مصر په نظارت خبر ورکړی دی؛ دا تړون نن سهار د ۵:۳۰ بجو په شاخوا اجرا شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، رسمی سرچینی تراوسه دا خبر نه دی تایید کړی په دی حال کې الجزیره شبکه د ځینو سرچینو څخه په نقل سره اعلان کړی چی اسلامی جهاد غورځنګ او صهیونیستی رژیم د مصر په غوښتنه د اوربند ساتلو لپاره نن سهار موافقت کړی دی.
دا تړون غزه باندی د صهیونیستی رژیم برید ۴ ساعته وروسته اجرا شوی دی. ددی رژيم موشکی برید کې غزه باندی ۶ تنه د یو کورنۍ په شهادت رسیدلی او د ۱۲ څخه ډیر ټپیان شوی دی. دا رژیم په دی برید کې په دیر البلح کې یو څو طبقه ییزه ساختمان چی اسلامی جهاد غورځنګ یو قوماندان پوری اړوند دی تر برید لاندی راوستی دی.
د الحدث ورځپاڼه د اسلامی جهاد غورځنګ ویاند څخه په نقل سره لیکلی دی ددی وروسته چی صهیونیستی رژیم د فلسطین مقاومت شرایطو ته تسلیم شو، اوربند تړون اجرا مرحلی ته لاړ.
هغه زیاته کړه: فلسطین اسلامی مقاومت دریدلو سره د صهیونیستی تیری کوونکو په وړاندی او نتانیاهو هیبت ماتیدو سره، د اوربند تړون اجرا شو.
د صهیونیستی رژیم تیری شروع څخه غزه باندی تراوسه ۳۲ تنه د کوچنیانو او ښځو په ګډون په شهادت رسیدلی دی او لسګونه نور ټپیان شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcbgsb8srhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته