دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 195611
سږکال له ۴ زرو زیات افغان کډوال بالکان له لارې اروپا ته تللي
د اروپا سرحدي او ساحلي آژانس په یو نوي راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په تیرو لسو میاشتو کې د بالکان پر ختیځې لارې اته زره او ۴۰۰ کډوال د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته تللي، چې نیمايي یې افغانان دي.

د دغه آژانس د راپور له مخې اروپايي هیوادونو ته د تلوونکو کډوالو دا شمیر د تیرکال د همدې مودې پرتله ۸۲٪ زیات دی.
دا شمیر افغانان په داسې حال کې د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته تللي، چې د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د شمیرنو له مخې اروپايي هیوادونو د روان میلادي کال په تیرو لسو میاشتو کې ۱۲۰۰ افغان کډوال له خپلو هیوادونو افغانستان ته ستانه کړي دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې شمیر کې زیات یې د افغان کډوالو د رضا پرته افغانستان ته شړل شوي دي.
ښاغلي باهر وویل " د ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر اوس مهال پوري ( اکتوبر وروستیو پورې) ۸۷۵ افغانان په اجباري ډول د اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته شړل شوي او همداشان ۳۳۷ نور په داوطلبانه ډول ستانه شوي دي".
د مهاجرینو د وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۵ کال څخه د روان میلادي کال تر اکتوبر د میاشتې تر وروستیو پورې ۴۸۷ زره افغان کډوالو په اروپايي هیوادونو کې د پناه اخیستلو غوښتنې کړې، چې تر ۷۰ فیصدو پورې یې غوښتنلیکونه منل شوي دي.
ښاغلی باهر وایي، د ۲۵ فیصدو نورو د اسنادو د منلو یا نه منلو قانوني بهیر لا روان دی.
هغه وویل، د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت په دې کار کوي، چې اروپايي هیوادونه په خپلو هیوادونو کې د افغان کډوالو منلو ته وهڅوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizwazzt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته