دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 195633
دفاع وزارت: ۳۰۰ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په ننګرهار ولایت کې د نظامي فشارونو له امله د داعش لسګونه جنګیالي له خپلو کورنیو سره افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۴مه (لړم ۲۳مه) ۴۰ داعشي چې په کې څلور جنګیالي، ۱۳ ښځې او ۲۳ ماشومان شامل دي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغانستان ملي اردو ته تسلیم شوي دي.
د دفاع وزارت شمېرې ښيي، چې په تېرو دوو اونیو کې ۳۰۰ تنه داعش جنګیالي او د کورنیو غړي یې په ننګرهار کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ ته وویل: "د افغانستان په ختیځ کې په ځانګړي ډول د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په دوام د داعش په ډلې باندې د بې حده نظامي فشارونو له امله، زیات شمیر (داعش جنګیالي) په تېرو دوو اونیو کې تسلیم شول، یو شمېر یې ووژل شول او یو شمېر نور یې وتښتېدل".
ښاغلي امان زیاته کړه، چې افغان ځواکونه د داعش جنګیالو په لټه کې دي او د افغانستان په هره سیمه کې چې تروریستي فعالیت وکړي نو له منځه وړل کېږي.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د داعش ډلې پر ضد خپل عملیات زیات کړي دي.
د همدې اونۍ په پیل کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې په دغه ولایت کې داعش له منځه وړل شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت تمه ښودلې چې ډېر ژر به د دغه هیواد ختیځ ولایتونه د داعش له موجودیت څخه پاک شي.
 
https://avapress.com/vdcc1pqs12bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته