کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۲۹ تنه داعش تروریستان خپل کورنۍ غړو سره ملی اردو ته تسلیم شو

24 عقرب 1398 ساعت 15:03

د ننګرهار اچین ولسوالی کې تروریستانو باندی د ملی دفاعی او امنیتی سرتیرو نظامی فشارونو او عملیاتونو په ترڅ کې، دا ځل ۸۲ تنه تروریستان د ۵۱ تنو ښځو او ۹۶ تنه کوچنیانو سره د ننګرهار اچین ولسوالی مومند سیمه کې تیره شپه ملی اردو ته تسلیم شوی دی.



آوا خبرګزاری-کابل: د ملی دفاع وزارت خبرپاڼی په اساس، د تسلیم شویو څخه، ۶۹ میل کلاشینکوف، ۵ قبضه تفنګچه، ۴۰ لاسی بمونه، ۱۱۰ شاجور او ۳ پایه مخابره لاسته راغلی دی.
د دوو اونیو راهیسی ۵۴۲ تنه داعشیان خپل کورنۍ غړو سره ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
ملی دفاع وزارت وایی چی د تسلیم شویو داعشیان په وړاندی چی ډير یی طالبانو پخوانۍ جنګیالیان دی، د افغانستان اسلامی جمهوری دولت نافذه قوانینو په اساس تصمیم نیول کیږی.
د ملی دفاع وزرات خبرپاڼی په پای کې لیکلی چی د تروریستانو په وړاندی عملیاتونه جریان لری او افغان ځواکونه په ټولو جبهاتو کې د پرمختګ په حال کې دی.
 


د مطلب کود: 195675

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195675/۲۲۹-تنه-داعش-تروریستان-خپل-کورنۍ-غړو-سره-ملی-اردو-ته-تسلیم-شو

آوا
  https://www.avapress.com