دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 195675
۲۲۹ تنه داعش تروریستان خپل کورنۍ غړو سره ملی اردو ته تسلیم شو
د ننګرهار اچین ولسوالی کې تروریستانو باندی د ملی دفاعی او امنیتی سرتیرو نظامی فشارونو او عملیاتونو په ترڅ کې، دا ځل ۸۲ تنه تروریستان د ۵۱ تنو ښځو او ۹۶ تنه کوچنیانو سره د ننګرهار اچین ولسوالی مومند سیمه کې تیره شپه ملی اردو ته تسلیم شوی دی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: د ملی دفاع وزارت خبرپاڼی په اساس، د تسلیم شویو څخه، ۶۹ میل کلاشینکوف، ۵ قبضه تفنګچه، ۴۰ لاسی بمونه، ۱۱۰ شاجور او ۳ پایه مخابره لاسته راغلی دی.
د دوو اونیو راهیسی ۵۴۲ تنه داعشیان خپل کورنۍ غړو سره ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
ملی دفاع وزارت وایی چی د تسلیم شویو داعشیان په وړاندی چی ډير یی طالبانو پخوانۍ جنګیالیان دی، د افغانستان اسلامی جمهوری دولت نافذه قوانینو په اساس تصمیم نیول کیږی.
د ملی دفاع وزرات خبرپاڼی په پای کې لیکلی چی د تروریستانو په وړاندی عملیاتونه جریان لری او افغان ځواکونه په ټولو جبهاتو کې د پرمختګ په حال کې دی.
 
https://avapress.com/vdciywazwt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې