کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد: زموږ بندیان د بګرام بندیخانه څخه وتلئ هم نه دی

24 عقرب 1398 ساعت 15:13

د طالبانو ویاند آوا سره مصاحبه کې ویلی دی چی انس حقانی، مالی خان او حافظ رشید د بګرام بندیخانی څخه وتلی نه دی او اوس هم بګرام بندیخانه کی دی.



 
ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی زموږ بندیان د لومړۍ ورځی څخه تراوسه پوری بګرام بندیخانه کې دی او وتلی نه دی. د هغه په وینا انس حقانی، حافظ رشید او مالی خان د اوس لپاره هم بګرام بندیخانه کې دی او بل ځای ته نه دی استول شوی.
آوا خبرګزاری-کابل: د طالبانو ویاند دا خبری په داسی حال کې کیږی چی ځینی سرچینی اعلان کړی چی انس حقانی، مالی خان او حافظ رشید، د حقانی شبکه برجسته غړۍ بګرام بندیخانه ته بېرته ګرځول شوی دی.
ولسمشر غنی، سه شنبه(۲۱ عقرب) ورځ اعلان کړ چی د حقانی شبکه دا دری تنه غړۍ د افغانستان امریکایی پوهنتون دوو تنو استادانو آزادیدو په بدل کې مشروط ډول آزادوی.
د خبرو په اساس قرار وو چی دا دری تنه لومړۍ قطر حکومت ته سپارل شوی وای او وروسته طالبانو سیاسی دفتر تسلیم شوی وای.
 


د مطلب کود: 195676

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195676/ذبیح-الله-مجاهد-زموږ-بندیان-د-بګرام-بندیخانه-څخه-وتلئ-هم-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com