دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 195706
طالبانو په جوزجان کې لس ملکي وګړي سوځولي- د والي ویاند
د جوزجان والي ویاند ویلي، چې طالبانو په جوزجان کې لس ملکي وګړي سوځولي دي.
د جوزجان والي ویاند عبدالمعروف آذر ویلي، چې طالبانو تېره شپه د دې ولایت د درزآب ولسوالۍ د اړوند سیمې لس ملکي وګړي په خپلو دکانونو کې سوځولي دي.
د ښاغلي آذر د څرګندونو له مخې؛ دغه ملکي وګړي د طالبانو له وېرې، چې دکانونه یې د طالبانو اړوند کسان لوټ نکړي؛ په خپلو دکانونو کې یې شپې تېرولې.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه ملکي وګړي د درملنې لپاره د شبرغان روغتون ته لیږدول شوي دي.
هغه په پېښه کې د وژل شویو کسانو په اړه څه ندي ویلي.
طالبانو تر دې دمه دا پېښه نه منلې او نه یې په اړه څه ویلي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzk0f9yt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته