دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 195709
پاکستان کې تندر د ۱۸ کسانو ژوند واخیست
د سند ایالت پولیس ویلی دی چی د سخت توفان او د تندر له امله ۱۸ کسان وژل شوی او لسګونه کورونه ویجاړ شوی دی.

عبدالله احمد، د سند ایالت پولیس چارواکو څخه آسوشیتد پرس خبرګزاری ته وویل: ۱۸ تنه د سند ایالت جنوبی برخو کې د تندر لوېدلو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
زیان لیدلی سیمی د سند ایالت په جنوب برخه کې ۲۲ زره کیلومتر مربع مساحت لری.
د تار دشت د پاکستان محروم سیمو څخه دی چی د هند مرز ته نږدی موقعیت لری او ددی سیمی خلګو ژوند او کار موسومی بارانونو پوری اړوند دی.
داکتر سید سرفراز، کراچی ښار کې هواپيژندنی برخی یو تن کارکوونکې ویلی دی چی د کال په دی وخت کې دومره سخت بارانونه غیری معمول دی.
هغه همدارنګه ویلی دی چی د تندر لوېدنه او خلګو وژل کېدل په دی سیمو کې د وړاندوینې وړ نه وو.
 
https://avapress.com/vdcgzn9qyak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته