کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: د سالنګونو لاره یوازې د کوچنیو موټرو ته خلاصه ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 عقرب 1398 ساعت 11:10

د سالنګونو د څارنې او ساتنې اداره وايي چې نن شنبه د نومبر ۱۶مه، د سالنګ لار کوچنیو موټرو ته خلاصه ده.



خو لوی موټرلا هم پر دې لار دتګ راتګ اجازه نه لري.
په سالنګونو کې د واورې د سخت اورښت له امله د سالنګ لار د مسافرو موټرو ته هم بنده شوې وه.
خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې مشر ضمیر امرخېل پرون، د نوامبر په ۱۵مه، ازادي راډیو ته وویل چې د سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو لپاره خلاصه ده.
ضمیر امرخېل: "د شنبې په ورځ نن د سالنګ لار مسافر وړونکو موټرو ته خلاصه ده خو ټېلر او لوی موټر نه شي تېرېدلی، مسافر وړونکي موټر هم یوازې په دې شرط چې ټیرونو ته یې ځنځيرونه اچولي وي او په معین سرعت د تګ اجازه لري."
ضمیر امرخېل وویل چې په سالنګونوکې ۵۳ سانتي متره واوره شوې ده.
 


د مطلب کود: 195712

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195712/چارواکي-د-سالنګونو-لاره-یوازې-کوچنیو-موټرو-ته-خلاصه-ده

آوا
  https://www.avapress.com