دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 195712
چارواکي: د سالنګونو لاره یوازې د کوچنیو موټرو ته خلاصه ده
د سالنګونو د څارنې او ساتنې اداره وايي چې نن شنبه د نومبر ۱۶مه، د سالنګ لار کوچنیو موټرو ته خلاصه ده.

خو لوی موټرلا هم پر دې لار دتګ راتګ اجازه نه لري.
په سالنګونو کې د واورې د سخت اورښت له امله د سالنګ لار د مسافرو موټرو ته هم بنده شوې وه.
خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې مشر ضمیر امرخېل پرون، د نوامبر په ۱۵مه، ازادي راډیو ته وویل چې د سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو لپاره خلاصه ده.
ضمیر امرخېل: "د شنبې په ورځ نن د سالنګ لار مسافر وړونکو موټرو ته خلاصه ده خو ټېلر او لوی موټر نه شي تېرېدلی، مسافر وړونکي موټر هم یوازې په دې شرط چې ټیرونو ته یې ځنځيرونه اچولي وي او په معین سرعت د تګ اجازه لري."
ضمیر امرخېل وویل چې په سالنګونوکې ۵۳ سانتي متره واوره شوې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6mn6u49no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته