کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رحماني: کیدای شي د افغانستان امریکایي پوهنتون استادان نور ژوندي نه وي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 عقرب 1398 ساعت 14:51

د ولسي جرګې مشر، میر رحمان رحماني ویلي کیدای شي د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه تنه برمته شوي استادان نور ژوندي نه وي.


ښاغلي رحماني چې نن شنبې یې د جرګې ناسته کې خبرې کولې د طالب چارواکو او امریکايي پوهنتون استادانو د تبادلې په تړاو څرګندونه وکړه.
هغه وویل دا چې طالبانو د پوهنتون استادان خوشې نه کړل، دا ښکاره کوي چې دوی اراده او ژمنه نه لري.
رحماني زیاته کړه طالبانو وښودله چې د جګړې او سولې په تړاو صلاحیت نه لري او حتا د خپلو اولادونو خوشې کیدو په تړاو هم واک نه لري. کیدای شي چې د امریکایي پوهنتون استادان نور ژوندي نه وي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبان بیا د زندانیانو د تبادلې له منځه تلو کې امریکایان ګرم بولي.
طالبان وایي امریکایانو د تبادلې پرمهال له وړاندې شوې هوکړې باندې عمل نه دی کړی.
 


د مطلب کود: 195734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195734/رحماني-کیدای-شي-د-افغانستان-امریکایي-پوهنتون-استادان-نور-ژوندي-نه-وي

آوا
  https://www.avapress.com