دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 195734
رحماني: کیدای شي د افغانستان امریکایي پوهنتون استادان نور ژوندي نه وي
د ولسي جرګې مشر، میر رحمان رحماني ویلي کیدای شي د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه تنه برمته شوي استادان نور ژوندي نه وي.
ښاغلي رحماني چې نن شنبې یې د جرګې ناسته کې خبرې کولې د طالب چارواکو او امریکايي پوهنتون استادانو د تبادلې په تړاو څرګندونه وکړه.
هغه وویل دا چې طالبانو د پوهنتون استادان خوشې نه کړل، دا ښکاره کوي چې دوی اراده او ژمنه نه لري.
رحماني زیاته کړه طالبانو وښودله چې د جګړې او سولې په تړاو صلاحیت نه لري او حتا د خپلو اولادونو خوشې کیدو په تړاو هم واک نه لري. کیدای شي چې د امریکایي پوهنتون استادان نور ژوندي نه وي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبان بیا د زندانیانو د تبادلې له منځه تلو کې امریکایان ګرم بولي.
طالبان وایي امریکایانو د تبادلې پرمهال له وړاندې شوې هوکړې باندې عمل نه دی کړی.
 
https://avapress.com/vdcexn8zejh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته