دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 195735
د ټاکنو کمیسیون نن د رأیو د بیا شمېرنې په اړه وروستۍ پرېکړه کوي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د دغه کمیسیون مشرتابه به نن د رایو د بیا شمیرنې او څیړنو په اړه خپل ورستی تصمیم اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د رایو د بیا شمیرنې او څیړنو په اړه له انتخاباتي ټیمونو سره خبرې شوي او نن به دا کمېسیون په دې اړه خپله وروستۍ پریکړه وکړي.
د دې کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات د شنبه په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په تېرو دوو ورځو کې په دې اړه د انتخاباتي ټیمونو او سیاسي ګوندونو له استازو سره هر اړخیزې خبرې کړي دي.
د ښاغلي سادات په خبره، د جمهوري ریاست د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره اړینه ده چې د رایو د بیاشمیرنې او څیړنو بهیر ژر بېرته پیل شي.
هغه زیاته کړه: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون به نن، په څو ساعتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او څیړنو د پروسې په اړه پریکړه وکړي او په ۳۴ ولایتونوکې به دا پریکړه عملي کیږي."
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تیرې اونۍ د شنبه په ورځ په ۳۴ ولایتونو کې د ۸۲۵۵ محلونو د رایو بیا شمېرل او څېړنه پیل کړه.
خو د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل د انتخاباتي ټیمونو او د کاندیدانو شورا د مخالفت له امله یې تېره چهارشنبه بېرته دا لړۍ ودروله.
دا اقدام که څه هم د یو شمېر انتخاباتي ټیمونو له هر کلي سره مخ شو خو د انتخاباتو یو شمېر څاروونکو بنسټونو او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وویل چې د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنو ځنډېدل باید ډېر وخت ونه نیسي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی او ویاند محمد قاسم الیاسي اوس هم ټینګار کوي چې د افغانستان خلک غواړي چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان شي.
الیاسي وايي: "د رأیو د بیا شمېرنې ځنډېدل باید ډېر دوام ونه کړي او مهالوېش بايد ډېر ونه ځنډیږي، دغه راز باید هڅه وشي چې د ټاکنیزو ټیمونو رضایت ژر ترلاسه شي، د افغانستان خلک د لومړنیو پایلو اعلان ته انتظار باسي او له دې زیات صبر نه شي کولی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکي ویلي وو چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د عقرب د میاشتې په ۲۳ مه او وروستۍ به یې د قوس په ۱۵مه نېټه اعلان شي.
خو کمېسیون د رأیو د بیا شمېرنې او څېړنو د بهیر په ځنډېدو سره ونه شول کړای چې دغه پایلې په ټاکل شوې وخت سره اعلان کړي او ویې ویل، چې د ټاکنو د پایلو اعلان د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش د بهیر په بشپړېدو پورې تړاو لري.
 
https://avapress.com/vdcfmtdytw6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته