ښاغلي مولانا چې نن شنبې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل پر ده لګول شوی تورونه باید په جدي توګه وڅیړل شي.
هغه وویل د یونما استازي باید داسې حرکتونه ونه کړي چې له مخې یې، د یونما او ټاکنو کمیسیون باور ته زیان ورسیږي.
عبدالله وویل یونما غواړی هغه له دندې ګوښه شي، خو په وینا یې داسې اسناد په لاس کې لري چې د یونما بې پرې توب او لاسوهنه څرګندولی شي.
یونما څو ورځۍ وړاندې د ټاکنو کمیسیون ته د مولانا په اړه یو شکایت لیک استولی و.
په لیک کې ویل شوي و چې مولانا د کمیسیون یوه غړي ته ګواښ او سپکاوی کړی دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)