کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولانا عبدالله: که یونما خپله ادعا ثابته نه کړي، یو ښکاره جرم دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 عقرب 1398 ساعت 15:19

د ټاکنو د کمیسیون غړی مولانا وایي که چیرې یونما پر ده لګول شوي تورونه ثابت نه کړي، دا په ښکاره یو جرم دی.



ښاغلي مولانا چې نن شنبې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل پر ده لګول شوی تورونه باید په جدي توګه وڅیړل شي.
هغه وویل د یونما استازي باید داسې حرکتونه ونه کړي چې له مخې یې، د یونما او ټاکنو کمیسیون باور ته زیان ورسیږي.
عبدالله وویل یونما غواړی هغه له دندې ګوښه شي، خو په وینا یې داسې اسناد په لاس کې لري چې د یونما بې پرې توب او لاسوهنه څرګندولی شي.
یونما څو ورځۍ وړاندې د ټاکنو کمیسیون ته د مولانا په اړه یو شکایت لیک استولی و.
په لیک کې ویل شوي و چې مولانا د کمیسیون یوه غړي ته ګواښ او سپکاوی کړی دی
 


د مطلب کود: 195737

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195737/مولانا-عبدالله-یونما-خپله-ادعا-ثابته-نه-کړي-یو-ښکاره-جرم-دی

آوا
  https://www.avapress.com