کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"د داعش ډلې د تسلیم شویو جنګیالیو شمېر ۶۱۵ تنو ته ورسېد"

25 عقرب 1398 ساعت 15:55

ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې چې نن شنبې خپره شوې ویلي چې په ننګرهار کې د داعش ۶۱۵ جنګیالي د خپلو کورنیو له غړو سره تسلیم شوي دي.



په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې په ننګرهار کې د ترهګرو په وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو له زیاتېدو سره، تېره شپه ۱۸ داعش جنګیالي له ۲۴ ښځو او ۳۱ ماشومانو او ۱۵ میله کلاشینکوف سره په اچین ولسوالۍ کې ملي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په ننګرهار کې تراوسه ۶۱۵ داعش جنګیالي د کورنیو له غړو سره ملي پوځ ته تسلیم شوي دي چې دا بهیر له دوه اوونیو راهیسې دوام لري.
 


د مطلب کود: 195744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195744/د-داعش-ډلې-تسلیم-شویو-جنګیالیو-شمېر-۶۱۵-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com