دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۶
د مطلب کود : 195761
کابل شمال کې د دوو تنو څارنوالانو وژل کېدل
ستره محکمه تایید کړی چی بګرام عدلی او قضایی مرکز دوو تنو څارنوالانو باندی ناپيژانده وسله والو د کابل قره باغ ولسوالی کې په ډزو وژلی او دوه نور څارنوالان ټپیان کړی دی.

 
جمشید رسولی، د ستری محکمی ویاند تایید کړ چی نن سهار، څلور څارنوالان چی کابل څخه د بګرام عدلی او قضایی مرکز څارنوالی لوری ته خپل دندو لپاره په حرکت وو؛ د کابل قره باغ ولسوالی کې تر برید لاندی راغلی چی په ترڅ کې دوه تنه یی وژل شوی او دوه تنه نور یی ټپیان شوی دی.
څارنوالانو باندی اخیرو میاشتو کې بریدونه ډير شوی او د ۱۳۹۸ کال شروع څخه تراوسه ۱۹ تنه څارنوالان وژل شوی دی.
ښاغلی رسولی ټينګار کړی چی د څارنوالانو امنیت ساتنه د افغانستان امنیتی او کشفی نهادونو دنده ده او لوی څارنوالی به خپل کارکوونکو امنیت تامین په برخه کې سخت تدابیر ونیسی.
نصرت رحیمی، د داخله وزارت ویاند خپل توییتر پاڼه کې لیکلی دی چی پولیس د څارنوالانو وژل کېدو په اړوند کابل قره باغ ولسوالی کې، ۵ تنه نیولی دی.
تراوسه ددی برید مسوولیت کوم کس یا کومه ډله نه دی په غاړه اخیستی.
 
https://avapress.com/vdcepn8zzjh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته