دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۱۳
د مطلب کود : 195767
ارګ: انس حقاني او دوه نور طالبان د حکومت په بند کې دي
د افغانستان حکومت اعلان کړی چې د طالبانو درې غړي چې په پام کې وه د افغانستان امریکايي پوهنتون له دوو بندي استادانو سره تبادله شي، لا هم په بند کې دي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د طالبانو له خوا د شرایطو نه مراعات کېدل، د دې لامل شوي چې د انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د خوشې کېدو بهیر وځنډېږي.
ښاغلي صدیقي لیکلي چې د افغانستان دولت د بندیانو د تبادلې پر دغه بهیر بیا کتنه کوي او د هېواد ګټو ته په پام سره به اقدام وکړي.
د تېرې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د ازادۍ په بدل کې به له بګرام زندان څخه د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې دوه نور غړي مالي خان او عبدالرشید عمري ازاد کړي.
ښاغلي غني وویل، ددغو طالبانو د ازادي پرېکړه ددې لپاره هم شوې چې ددغې ډلې او حکومت ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي. کابل کې د امریکا سفارت د زندانیانو د تبادلې په تړاو د ولسمشر غني اعلان یو شجاعانه اقدام وباله.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaimn6049no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته