کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناپېژاندو وسله والو د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې دوه څارنوالان وژلي

ازادی رادیو , 25 عقرب 1398 ساعت 19:29

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، دوه تنه څارنوالان یې نن شنبه (عقرب/لړم ۲۵مه) د بګرام هوايي اډې ته پر لاره وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.


 د قره باغ ولسوال ورته ویلي چې په دغه پېښه کې یو څارنوال وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
دغه څارنوالان د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې چې غوښتل یې په لیني موټر کې دندې ولاړ شي، د ناپېژندو وسله والو له خوا پرې برید شوی دی.
د لوی څارنوالی په وینا دا څارنوالان د بګرام زندان ته روان وو چیرته چې د انس حقاني په شمول مهم طالب بندیان ساتل کیږي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې ټاکل شوې وه انس حقاني او دوه نور طالبان، د بندیانو د تبادلې د یوه جوړجاړي په ترڅ کې له بګرام زندان څخه خوشي شي. ددوی په بدل کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوه استادان چې طالبانو سره په بند کې دي خوشي کېدل، خو دا تبادله ځنډیدلې.
اوس تازه د افغانستان حکومت اعلان کړی چې د طالبانو درې غړي چې لا هم په بند کې دي. د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د طالبانو له خوا د شرایطو نه مراعات کېدل، د بندیانو د تبادلې د ځنډېدو لامل شوی دی.
ښاغلي صدیقي لیکلي چې د افغانستان دولت د بندیانو د تبادلې دغه پروسه بیا ارزوي او د هېواد مصالحو او لوړو ګټو ته په کتو به اقدام وکړي.
د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني نن وویل ښايي له طالبانو سره بندي استادان ژوندي نه وي. خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې دواړه استادان دوی سره دي.
تر اوسه پورې کابل ته څیرمه پر افغان څارنوالانو د شوي برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو تر دې مخکې طالبانو د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو پر مامورینو بریدونه کړې.
 


د مطلب کود: 195771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195771/ناپېژاندو-وسله-والو-د-کابل-په-قره-باغ-ولسوالۍ-کې-دوه-څارنوالان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com