دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 195813
نظر محمد مطمئن: امریکایانو غوښتنه ددی لامل شو ترڅو دواړو لورو بندیانو تبادله ترسره نه شی
نظر محمد مطمئن او ځینی نور چی ځان سوله غوښتونکې افغانان بولی چی په تازګی سره د طالبانو سیاسی دفتر غړو سره په قطر کې لیدنه کړی دی، وایی چی د امریکایانو غوښتنه د طالبانو څخه ددی لامل شوی دی ترڅو د طالبانو دری تنه بندیانو تبادله د دوو امریکایی استادانو سره ترسره نه شی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: ښاغلی مطمئن نن یکشنبه، ۲۶ عقرب) په یو خبری کنفرانس کې په کابل کې وویل چی طالبان هم ددی غواړی چی دا جګړه په هیواد کې پای ته ورسیږی.
هغه وویل چی ددی وروسته چی طالب بندیان قطر ته ولیږدول شو، امریکایان د طالبانو سیاسی نمایندګانو څخه وغوښته چی افغانستان حکومت سره مستقیم توګه مذاکره وکړی، خو دا غوښتنه د طالبانو له لوری رد شو چی همدا موضوع د تبادله پروسه ودروله.
ښاغلی مطمئن وویل چی افغانستان حکومت سربیره، امریکایان او طالبان هم د سولې غوښتونکې دی، خو ځینی خنډونه د سولې پروسی مخ نیولی دی.
 
https://avapress.com/vdccspqs12bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته