نظر محمد مطمئن: امریکایانو غوښتنه ددی لامل شو ترڅو دواړو لورو بندیانو تبادله ترسره نه شی
آوا خبرګزاری-کابل: ښاغلی مطمئن نن یکشنبه، ۲۶ عقرب) په یو خبری کنفرانس کې په کابل کې وویل چی طالبان هم ددی غواړی چی دا جګړه په هیواد کې پای ته ورسیږی.
هغه وویل چی ددی وروسته چی طالب بندیان قطر ته ولیږدول شو، امریکایان د طالبانو سیاسی نمایندګانو څخه وغوښته چی افغانستان حکومت سره مستقیم توګه مذاکره وکړی، خو دا غوښتنه د طالبانو له لوری رد شو چی همدا موضوع د تبادله پروسه ودروله.
ښاغلی مطمئن وویل چی افغانستان حکومت سربیره، امریکایان او طالبان هم د سولې غوښتونکې دی، خو ځینی خنډونه د سولې پروسی مخ نیولی دی.