دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 195853
کابل ۱۹ حوزه مربوطه سیمو کې برید/ ۴ نظامیان ټپیان شوی دی
نن سهار ۷:۳۰ بجو په شاخوا د ملی اردو ځواکونو زده کړیز مرکز( KMTC ) کمپ ته نږدی د کابل ښار ۱۹ حوزی مربوطاتو کې، ملی اردو ځواکونو باندی دوه لاسی بمونه غورځول شوی دی.

په دی انتحاری برید کې څلور تنه ټپیان شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: نن سهار دوشنبه(۲۷ عقرب) ۷:۳۰ بجو په شاوخوا د ملی اردو ځواکونو زده کړیز مرکز ته نږدی دوه لاسی بمونه غورځول شوی دی.
نصرت رحیمی د پولیس ویاند ددی خبری په تایید سره وویل: د لومړنیو معلوماتو په اساس څلور تنه ملی اردو ځواکونه په دی برید کې ټپیان شوی او یو ملکی وګړی هم ټپی شوی دی.
تراوسه کومه ډله ددی برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
https://avapress.com/vdcgnn9qwak9y74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته