دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 195872
برشنا رئیس: په ټولو ولایتونو کې برشنا صرفیه قیمت یوشان کیږی/ زورواکې ۹ میلیارد افغانی د برشنا څخه پوروړي دی
آوا خبرګزاری-کابل: نمایندګان هیواد ولایتونو کې بریشنا صرفیه قیمت یوشان نه پاته کېدو لپاره د افغانستان بریشنا رسونې شرکت رئیس مجلس ته وغوښتل. امان الله غالب ددی شرکت رئیس وویل چی ډير ژیر به ټوله قیمتونه یوشان شی.

ښاغلی غالب د مجلس استجوابیه ناسته کې وویل چی د بریشنا قیمت وضع پرسر څلور نهاد برشنا بورد کار کوی او هغه په یواځيتوب سره نه شی کولای قیمتونه کم یا ډير کړی.
غالب همدارنګه په دی بیان سره چی بریشنا صرفیه په ولایتونو کې چی اوس کښته دی، لوړ کیږی وویل چی که په بلخ، نیمروز، هلمند او نورو ولایتونو کې قیمت کم شی، دا شرکت میاشت کې د ۹۰ میلیونو افغانیو څخه ډیر زیان کوی.
د غالب خبرو په اساس، د ریاست جمهوری ټاکنو مخکې د یوشان تعرفه اخیستلو طرحه د برشنا بورد له لوری تصویب شوی وو او قرار دی ډير ژیر نمایندګانو مجلس ته رای ګیری لپاره ارائه شی.
هغه وویل چی ددی طرحی په اساس، ددی وروسته میاشت په میاشت به د بریشنا صرفیه د هیواد اوسیدونکې څخه واخیستل شی.
غالب وویل چی برشنا شرکت همدا اوس دری دندی د بریشنا رانیول، بریشنا خرڅ او پروژو اعمار دندی په غاړه لری؛ په داسی حال کې چی د پروژو تطبیق د انرژی او اوبو وزارت مسوولیتونو څخه دی.
د غالب اظهارات د زورواکو پور په اړه په مجلس کې د تنش لامل شو او د هغه استجوابیه ناسته بی نتیجه پای ته ورسید.
د غالب خبرو په اساس؛ همدا اوس زورواکې ۹ میلیارد افغانی د برشنا څخه پوروړۍ دی چی ددی پورونو څخه سناتوران پور ۲.۵ میلیارد افغانیو ته او مجلس نمایندګانو پور ۱.۴ میلیارد افغانیو ته رسیږی.
 
https://avapress.com/vdchqmnzi23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته