دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۲:۱۲
د مطلب کود : 195880
د ناوه ولسوالی ابتدایه محکمه قاضی د خپل خوریی سره ترور شو
غزنی سیمه ییز چارواکې خبر ورکوی چی ناوه ولسوالی ابتدایی محکمه قاضی ترور شوی دی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ریپورت سره نصیر احمد فقیری د غزنی ولایتی شروا رئیس د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: نن دوشنبه ماسپښین څلور بجی وروسته قاضی حسن حلیمی د خپل خوریی سره د غزنی ښار نو آباد په لاره کې د سید جعفر آغا زیارت په سیمه کې د تروریستانو له لوری ترور او په شهادت رسیدلی دی.
غزنی ولایتی شورا رئیس خبرداری ورکړی دی چی که غزنی امنیتی وضعیت لپاره دا ترورونه پای ته ونه رسیږی، د غزنی ولایتی شورا وکیلان به لاریونونو باندی لاس ووهی.
تراوسه کوم ډله یا کوم کس ددی څارنوال ترور مسولیت په غاړه نه دی اخیستلی، خو مسلح طالبان په دی اخیرو کې خپل بریدونه د محکمو کارکوونکو او څارنوالانو په وړاندی ډیر کړی دی.
 
 
https://avapress.com/vdcg7n9qzak9y74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته