کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا افغانستان یو اوسیدونکې په ګډون څلور تنه تحریم کړ

28 عقرب 1398 ساعت 11:40

د امریکا مالیه وزارت دوشنبه په ورځ څلور تنه او پنځه سازمانونه د داعش تروریستی ډلې سره اړېکې له امله تحریم کړی دی.



آوا خبرګزاری-کابل: د امریکا مالیه وزارت د یو خبرپاڼی په خپرولو سره لیکلی دی چی دا تحریمونه د احمد بایالتون او اسماعیل بایالتون-ترکیه اوسیدونکې، سید حبیب احمد خان-کویت اوسیدونکې او روح الله افغانستان وکیل په وړاندی وضع شوی دی.
ددی وزارت په خبرپاڼه کې راغلی دی: نن کنترول اداره د امریکا مالیه وزارت خارجه اسهام باندی د ترکیه دوو تنو اوسیدونکو په وړاندی چی د داعش خریداری اجنتانو په حیث او داعش پوری اړوند څلور شرکتونه چی سوریه او ترکیه او خلیج فارس کې کار کول، تحریم وضع کړی دی.
د مالیه وزارت اطلاعاتو په اساس، دوه کسه نور هم د داعش مالی طرحو کې ګډون درلود.
سربیره پردی د امریکا مالیه وزارت د Nejaat Social Welfare Organization شرکت چی د خیریه فعالیتونو تر نامه لاندی د داعش ډلې افغانستان کې داعش خراسان شاخه فعالیتونو ته پیسی لیږدول، تحریم کړی دی.
خبرپآڼه زیاتوی چی روح الله ددی شرکت اجرایی رئیس دی چی د داعش خراسان شاخه مالی ملاتړ کړی دی او په ۲۰۱۶ کال کې هم د داعش خراسان شاخه پلانونو په اړه یو ناسته کې ګډون کړی وو.

 


د مطلب کود: 195890

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195890/امریکا-افغانستان-یو-اوسیدونکې-په-ګډون-څلور-تنه-تحریم-کړ

آوا
  https://www.avapress.com