کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې یو سیمه ییز پولیس قوماندان ووژل شو

28 عقرب 1398 ساعت 16:30

طالبان د دوربین دار اسلحی څخه په ګټه اخیستنې سره چی شب بین په نامه شهرت لری، امنیتی پوسته باندی ډزی کړي چی په ترڅ کې اکبر قومندان په شهادت رسیدلی دی.



 
هیواد شمال زون کې امنیتی چارواکې خبر ورکوی چی یو سیمه ییز پولیسو قومندان د شولګره په ولسوالی کې وژل شوی دی.
آوا خبرګزاری-بلخ: سید عارف اقبالی د بلخ ولایت شولګره ولسوالی امنیه قومندان، نن سه شنبه(۲۸ عقرب) آوا خبرنګار ته وویل چی تیره شپه د سیمه ییز نظامیانو او طالبانو ترمنځ نښتو په ترڅ کې اکبر قومندان، د شولګره ولسوالی سیمه ییز پولیسو یو قومندان ووژل شو.
هغه زیاته کړه چی طالبان د شب بین اسلحی څخه په ګټه اخیستنې سره امنیتی پوستی باندی ډزی کړی چی په ترڅ کې اکبر قومندان په شهادت رسیدلی دی.
د هغه په وینا طالبانو تیری شپی برید کې نور هیچا ته زیان نه دی رسیدلی.
د یادولو وړ دی چی شولګره ولسوالی د بلخ ولایت ناامنو ولسوالیو څخه دی.
 


د مطلب کود: 195910

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195910/په-بلخ-کې-یو-سیمه-ییز-پولیس-قوماندان-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com