دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۴
د مطلب کود : 195923
اشرف غنی: سیمی هیوادونه باید خپل تروریست اتباعو مسئولیت په افغانستان کې قبول کړی
افغانستان ولسمشر: سیمی هیوادونه باید خپل اتباعو مسئولیت په افغانستان کې قبول کړی چی تروریستی فعالیتونو باندی مصروفه دی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: محمد اشرف غنی چی ننګرهار ولایت ته سفر کړی د امنیتی چارواکو سره لیدنه کړی دی. تورن جنرال عبدالهادی ترین د ۲۰۱ قول اردو قومندان په دی لیدنه کې ویلی دی چی داعش ملا په دی ولایت کې مات شوی او ۲۴۳ تروریستان ددی ډلې څخه د ۶۲۵ تنو ښځو او کوچنیان وسره افغان ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
هغه وویل چی تسلیم شویو کې پاکستان، ایران، تاجیکستان، آذربایجان، قزاقستان، مالدیف او ازبیکستان اتباع شامل دی.
په دی حال کې ولسمشر وویل چی د داعش تروریستانو دسته بندی وروسته چی تسلیم شوی دی، سیمی او نړۍ هیوادونو سره باید دی نتیجه ته ورسیږو چی هغوی باید خپل اتباعو مسئولیت قبول کړی.
په ادامه کې اشرف غنی وویل چی داعش ماته په ننګرهار کې، نه یواځی ددی ولایت او افغانستان لپاره بلکه د سیمی لپاره یو لوی لاسته راوړنه ده.
ولسمشر همدارنګه د ننګرهار خلګو بالخصوص هغه کسان چی داعشیان هغوی ته زیان رسولی دی، وغوښتل چی داعشیانو برخلیک په اړه وړاندیزونه او نظریات دی شریک کړی.
ولسمشر ننګرهار مسئولینو ته هدایت ورکړی چی ننګرهار ولایت تصفیه شوی سیمو کې انکشافی پروژی تطبیق شی او خلګو لومړنیو اړتیاوو ته په هغه سیمو کې رسیدګی وشی.
 
https://avapress.com/vdcewn8zxjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته